په کراچۍ کې يو شمېر بلوڅ محصلینو او د هغوى کورنيو پرلت وهلى
د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمېر بلوڅ محصلینو او د هغوی د کورنیو غړیو د پریس کلب مخې ته پرلت وهلی.
بلوڅ اعتراض کوونکي وايي، چې یو شمېر محصلین په وروستیو کې په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې تري تم شوي دي.
دوی امنیتي ادارې په دې چاره تورنوي، خو هغوی دا تورونه ردوي.
د پاکستان حکومت په دوه زره یولسم کال کې د ورکو شویو بلوڅانو لپاره یو کمېسیون جوړ کړ چې سږکال یې د څه باندې شپږ زره دوسیو د هواري خبر ورکړ.