طالبان: افغانستان ته د عبدالله په ستنېدو خوښ یوو
طالبان وايي، افغانستان ته د ملي مصالحې عالي شورا د پخواني رییس عبدالله عبدالله په ستنېدو خوښ دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې د ښاغلي عبدالله له هغو څرګندونو هم هرکلی وکړ، چې پرون یې د کابل په هوايي ډګر کې وویل، اوسنی سرپرست حکومت باید زمینه برابره کړي چې ټول افغانان د عدالت تر سېوري لاندې په ارامۍ خپل وطن کې ژوند وکړي.
هغه وویل: "ډاکټر صاحب کومې خبرې چې کړي چې افغانستان د ټولو کور دی او هر څوک باید د دې هېواد د جوړېدو هڅه وکړي او دې ته لارې برابرې شي، دا خبرې یې بېخي سمې دي او موږ یې راتګ ته خوښ یوو."
طالبان داسې مهال کابل ته د عبدالله عبدالله د ستنېدو هرکلی کوي چې وړاندې راپورونه خپاره شوي چې مخکې یې له افغانستانه د هغه او پخواني جمهور رییس حامد کرزی په وتو بندیز لګولی و.