کونړ کې د پولیسو پر موټر چاودنې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د پولیسو پر رینجر موټر د مقناطیسې ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.
دا چاودنه نن سهار څه کم نهه بجې شوې او مسوولیت يي تراوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ یوه افسر چې د نوم له ښودلو او د غږ له ثبتولو يي ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل، چې سهار ۱۵ کم نهه بجې د کمیسارۍ مخې ته د پولیسو رینجر موټر پسې نښلول شوی ماین چاودلی او یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.