د اسراییل صدراعظم: ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نږدې شوی
د اسراییل صدراعظم نفتالي بنت وايي، ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نږدې شوی دی.
ده پرون له ټیلګراف ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، که لوېدیځ د ایران پر وړاندې ونه درېږي دا هېواد به ژر اتومي وسله جوړه کړي.
ده له هېوادونو وغوښتل، چې پر ایران فشار راوړي چې اتومي وسله جوړه نه کړي.