افغان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه چې د زېمبابوې په پلازمېنې حراري کې روانه ده، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په شل اورونو کې ۱۷۰ منډې وکړې چې نجیب الله ځدراڼ ۵۷ او کېپتان محمد نبي عسی خېل ۴۳ منډې وکړې.
د یادونه ده، چې افغانستان تر دې مخکې دریو یو ورځنیو لوبلړۍ او لومړنۍ شل اوریزه لوبه هم له کوربه زمبابوې لوبډلې څخه ګټلې وه.