يوې افغان الاصله اسټرالیايۍ مېرمن د اسټرالیا سنا جرګې ته لار موندلې
یوه افغان الاصله اسټرالیايي مېرمن، فاطمه پیمان د اسټرالیا د سنا جرګې د غړې په توګه ټاکل شوې.
اغلې پیمان د اسټرالیا د واکمن کارګر ګوند غړې ده، چې د جون په ۲۰مه د سنا جرګې د پایلو د اعلان پر مهال وتوانېده د لویدیځې اسټرالیا څخه سنا ته لار پیدا کړي.
فاطمه پیمان په وړکتوب کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه د هند سمندرګي له لارې په کښتیو کې اسټرالیا ته تللې وه.
هلته یې له زده کړو او څو کلونو کاروبار وروسته بلاخره د جون په ۲۰ د اسټرالیا سنا جرګې ته لار پیدا کړه.
هغې له اې بي سي راډیو سره په خبرو کې ویلي: "زما کیسه ۱۹۹۹ کال ته ورګرځي. کله چې زما پلار کښتۍ ته پورته شو. د هند په سمندرګي کې يې سفر وکړ څو د خپلو دریو ماشومانو او مېرمنې لپاره ښه ژوند ومومي. هغه سختې خوارۍ وکړې. ډېر کار یې وکړ. بد چلندونه یې وزغمل. له افغانستانه راغی د ښه ژوند په لټه او دا چې اوس زه دې ځای ته رسېدلې يم."
هغې ویلي، له دې چې د اسټرالیا پارلمان ته په خپل حجاب کې ورځي غواړي له دې لارې هم هغو ځوانو مسلمانو نجونو ته پیغام ورکړي چې هغوی د جامو د اغوستلو بشپړ حق لري.
۲۷ کلنه پیمان به د اسټرالیا د پارلمان لومړنۍ سناتوره وي چې ټیکری په سر به جرګې ته ورځي.
فاطمه پیمان له اې بي سي راډیو سره د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دې په ذهن کې د هغه افغانستان انځور پاتې چې ډېر د پرمختګ په حال کې وو.
هغه زياتوي: "یو انځور دی. د داسې یو هېواد انځور چې ډېر د پرمختګ په حال کې وو. لکه د ۱۹۱۰ یا ۱۹۳۰ کلونو په څېر. منصفانه، او داسې چې ټولو مساوي حقونه درلودل. ښځو تعلیم کاوه. په لوړو څوکیو یې کاوه. فعالانې وې. بدلونونه یې راوستل. خو اوس د شرم ځای دی چې له څو لسیزو جګړو وروسته هېواد سقوط وکړ او نه پوهېږو چې بیا رغونه یې ممکنه هم ده که څنګه؟"
اغلې پیمان په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په سیاست کې د بېلابېلو ټولنو د خلکو د شاملولو، د تعلیم د کچې د ښه والي او د اقلیمي بدلون په اړه څرګندونې کړې وې.
د اسټرالیا صدراعظم انټوني البنیزي په خپل ټوېټر باندې سنا جرګې ته د فاطمه پیمان د کامیابۍ په اړه د مبارکۍ پیغام ورکړی دی.
د اسټرالیا د انتخاباتو کمېسیون د ویسټرن اسټرالیا / لویدیځې اسټرالیا نه د سنا جرګې د ټاکنو د پایلو نتیجې دوشنبه د جون ۲۰مه اعلان کړي چې له مخې یې فاطمه پیمان هم کامیابه شوې ده.
دا لومړنۍ افغان الاصله اسټرالیايۍ او کډواله ده، چې د اسټرالیا سنا جرګې ته لار مومي.
پيمان د اسټرالیا د کارګر ګوند غړې ده.
کارګر ګوند دمګړۍ د اسټرالیا واکمن ګوند دی.