کندهار کې د ميرويس نيکه په نوم د کرېکټ سياليو پايلوبه پيل شوه
پایلوبې ته سپین غر او بند امیر لوبډلې وتلي دي چې نن په لومړۍ ورځ سپین غر لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه.
په لومړۍ پاڼۍ کې بند امیر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۵ منډې وکړې چې ورپسې به د سپین غر لوبډلې لوبغاړي میدان ته د توپوهنې لپاره ښکته شي.
د بند امیر لپاره اصف موسی زي ۷۲ او فرمان الله ۶۳ منډې وکړې او د سپین غر لپاره عمر امین ۵ لوبغاړي اوټ کړل.
د میرویس نیکه په دریو ورځنیو سیالیو کې مس عینک، سپین غر، بند امیر، امو او بوست لوبډلو ګډون کړی چې د دوی له منځه بند امیر او سپین غر لوبډلې تر پایلوبې ورسېدې.