د تکواندو په اسياسي لوبو کې نن دوه افغان لوبغاړي له خپلو سيالانو سره مخ کېږي
د تکواندو په اسیايي لوبو کې نن د افغانستان دوه لوبغاړي حکمت الله زین او رامش حسیني له خپلو سیالانو سره مخ کېږي.
دا لوبې د جنوبي اسیا په کوربهتوب له پنځو ورځو مخکې پيل شوي او نن یې وروستۍ ورځ ده.
د تکواندو فدراسیون د نشراتو مسوول ذبیح الله شهزاد په خپل فېسبوک لیکلي د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو تر دې دمه د اسیا له دې اتلولیزو سیالیو د ژېړو/برنزو دوه مډالونه ګټلي.
محسن رضايي او علي اکبر امیري د مبارزې په برخو کې دا مډالونه ترلاسه کړي.
تر هغه مخکې د فورم د اجرا په برخه کې د افغانستان یوه بل لوبغاړي سیدرستم اکبري د برنزو مډال ګټلی.