د انګلستان کيپټان له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه
د انګلستان د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کيپټان ایون مورګن له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.
۳۵ کلن ایون مورګن پرون اعلان وکړ، چې نور به نړيوال کرکټ پرېږدي.
مورګن که څه هم انګلستان ته د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړيوال جام وګاټه خو په وروستیو لوبو کې ښه نه و ځلېدلی.
مورګن په ایرلنډ کې زېږېدلی و او په لومړي ځل د ایرلنډ په ملي لوبډله کې ولوبېد خو وروسته د انګلستان له لوبډلې سره یو ځای شو او تر دې چې د دې لوبډلې کيپټان وټاکل شو.
ایون مورګن په ۱۲۶ نړيوالو کې د انګلستان لوبډلې کيپټاني کړې وه، چې ۷۶ لوبې یې ګټلې وې.
مورګن د ټېست کرکټ په ۱۶ لوبو کې ۷۰۰، په ۲۴۸ یو ورځنیو لوبو کې ۷۷۰۱ او ۱۱۵ نړىوالو شل اوریزو لوبو کې ۲۴۵۸ منډې جوړې کړې وې.