Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو د غونډې په اړه د ښځو غبرګون؛ نجونې او مېرمنې په اجنډا کې ځای نه‌لري

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، افغان مېرمنو په افغانستان کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د دیني عالمانو په یوه لویه غونډه کې د طالبانو مشرانو په وینا کې ځای نه درلود.


د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دیني عالمانو غونډه له پنجشنبې راهیسې په کابل کې روانه ده.


د طالبانو په دغه غونډه کې هیڅ ښځه نه ده بلل شوې او نه هم کومه ښځه حضور لري.


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده او د هغوی رئیس الوزراء ملا حسن اخند، د طالبانو لوړ پوړو حکومتي چارواکو په دې غونډه کې په خپلو ویناوو کې د ښځو د موضوع پر ځای پر نورو مسایلو خبرې وکړې.


د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي - هغه څه چې دوی لا تر اوسه په همدې اړه کومه روښانه تګلاره نه ده وړاندې کړې.


که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ او پر شخصي او ټولنیز ژوند د ګڼو محدودیتونو له لګولو، ملي او نړیوالو غبرګونونو او نیوکو وروسته تمه کېده چې دیني عالمان به په دې غونډه کې په همدې اړه وینا وکړي، خو تر اوسه داسې څه نه دي شوي.


دې مسلې ډېری غبرګونونه راپارولي دي.


یو شمېر ښځو او نجونو په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې کړي چې وايي له ښځو پرته بل څوک د دوی استازیتوب نه‌شي کولای.




دوی پر طالبانو هم نیوکه وکړه چې ښځو ته یې په غونډه کې د ګډون لپاره بلنه نه ده ورکړې.


یو شمېر نورې مېرمنې هم د مېرمنو لرې کول او په کابل کې د علماوو د اوسنۍ غونډې له اجنډا څخه حتی د مېرمنو ایستل چې له ۳۰۰۰ څخه زیات نارینه په کې ګډون کوي، د طالبانو له خوا په قصدي ډول له بېلابېلو برخو څخه د ښځو ایستل تعبیروي.


لیکواله او سیاسي فعاله سمیه رامش په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو لرې کول د ښځو په اړه د دوی د اصلي باورونو څرګندونه ګڼي.


نوموړې وايي: "




طالب غواړي انسان ته په ځانګړې توګه ښځو ته د غلامانو په سترګه وګوري، چې دا یو بشپړ دودیز او سنتي چلند دی، چې ښځې دې په کور کې پاتې شي او زیږون دې کوي؛ همدا د ښځو په اړه د طالبانو نظر دی."


په کابل کې د همدې غونډې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د مېرمنو برخې په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي، "افغان نجونې باید مساوي حقونه ولري. په کوم ځای کې چې د ښځو حقونه محدودېږي، ټول کمېږي. باید د ښځو د حقونو پوره مراعات وشي او وده ورکول شي."


په همدې حال کې د کابل اوسېدونکې او له پوهنتونه فارغه مقدسه چې اوس مهال پر ښځو د طالبانو د بنديزونو له امله په کور ناسته ده، هم د علماوو غونډې ته د مېرمنو پر نه بللو او د هغوى له نوم او حقونو نه یادولو باندې په کلکه نیوکه کوي.


نوموړې وايي: "د طالبانو حکومت په بشپړ ډول له حکومت څخه ښځې لرې کړې. که موږ له اقتصادي، تعلیمي او کلتوري پلوه په هر لحاظ یو سوکاله او پرمختللی هېواد غواړو، د هېواد په اساسي پرېکړو کې باید د نارینه وو تر څنګ د ښځینه وو شتون هم ډیر رنګین وي".


خو دا لا څرګنده نه ده چې د افغان ښځو او نجونو برخلیک به څه وي.


د مېرمنو څخه یو شمېر یې په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د طالبانو له خوا ددوی پر کار کولو د بندیز له امله نور د کورونو د کرایې ورکولو، د کور د لګښتونو او د خپلو ماشومانو د خوراک چمتو کولو توان نه‌لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *