د طالبانو ملي سپورټ تلوېزیون د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ خپروي
د افغانستان کرکټ بورډ نن د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي رادیو تلوېزیون سره د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو د خپرېدو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
کرکټ بورډ په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې داوړو خواو د لوبو پر غوره او با کیفیته خپراوي ټینګار کړی.
د بورډ په خبره، دغه لوبې به د ملي سپورټ له لارې په ژوندې بڼه تولید او خپرې شي.
په افغانستان کې د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه نېټه پیلېږي، چې د اګسټ میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام وکړي.