روزګان: ترافيکي پېښه کې ۴ تنه مړه شوي او پنځه ژوبل دي
د روزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ وياند اغاولي قریشي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د روزګان – کندهار پر لویه لار د سوزل په سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو په نتیجه کې وشوه.
د ویاند په وینا په دې پېښه کې دوې ښځې او دوه نارینه مړه شوي او ۵ تنه نور ژوبل شوي دي.
خلک وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په لویو لارو کې د بمونو او ماینونو د چاودنو له کبله مرګ ژوبلې تقریباً بیخي پای ته رسېدلي خو ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.