Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو بیه کې د کموالي هڅې پیل کړي

سره له دې چې له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو نیوکې لا پر ځای دي، د پاکستان د مالیې وزیر ویلي، هېواد یې لېوال دی چې له افغانستانه د ډبرو سکاره وارد کړي.


​پاکستان هڅه کوي له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو په بیه کې کموالی راولي.


د دې هېواد د مالیې او عوایدو وزیر مفتاح اسماعیل رسنیو ته ویلي، دوی له افغانستانه د ډبرو سکرو واردولو ته لېوال دي، خو په دې شرط چې په ارزانه بیه ورکړل شي.


د نیوز انټرنېشنل په نوم پاکستانۍ رسنۍ د مفتاح اسماعیل له قوله لیکلي، غواړی هغه مهال دا پروسه وغځوي چې له اقتصادي او سوداګریزه پلوه د دوی ګټې خوندي کړي.


دا په داسې حال کې ده، چې همدا اوس پاکستان ته د افغانستان د ډبرو د سکرو هر ټن له نړیواله بازاره په نیمايي بیه تمامېږي.


دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان صدراعظم وویل، امر یې کړی چې له افغانستانه د ډبرو سکاره په کالدارو وپلوري او تر خوا یې صادرات لا زیات شي.


هغه دا هم ویلي و، چې پاکستان به له افغانستانه د ډبرو سکرو په وارداتو د مالیې اخستو څخه، په یوه کال کې ۲،۲ میلیارد ډالر وګټي.




خو د طالبانو له‌خوا پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو د سختو نیوکو وروسته، د طالبانو حکومت دچنګاښ په اوومه وویل، دوی یوازې په صادراتو مالیه ۳۰ سلنه لوړه کړه او د ډبرو سکرو اصلي بیه لا هم په خپل ځای ده.




د نیوز انټرنېشنل په نوم پاکستانۍ رسنۍ د حکومت د یو بل لوړ پوړي چارواکي له قوله لیکي، د ډبرو سکرو واردول د سوداګرۍ له سکټور سره مستقیمه معامله ده، هغه خبره چې طالب چارواکي یې هم کوي او وايي، دوی له پاکستاني حکومت سره کوم تړون نه‌لري، بلکې افغان سوداګر د ډبرو سکاره له دوی اخلي او پاکستان ته یې صادروي.


دې پاکستاني چارواکي ویلي، حکومت به یې خصوصي سکټور وهڅوي چې له افغانستانه د ډبرو سکاره وارد کړي او ښه پولې مدیریت او د ریل ټرانسپورټ له لارې به ورته اسانتیاوې برابرې کړي.


د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د ډبرو سکرو د بیو د کمېدو د غوښتنې په اړه زموږ پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې پاکستان ته د ډبرو سکرو له صادرولو دفاع کړې وه.


خو پاکستان ته د ډبرو سکرو د لېږد په تګ‌لارې لا هم نیوکې په خپل ځای دي.


د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وویل: "اوس چې د سیمې په مارکېټونو کې د افغانستان د ډبرو سکرو تقاضا ډېره ده، موږ باید د همدې عرضه او تقاضا له لارې هڅه وکړو چې په مارکېټ کې د ډبرو سکرو لپاره بیه وټاکوو. د ډبرو سکرو د استخراج او مدیریت په برخه کې هم باید پام وکړو. فکر کوم اوس په غیر مسلکي توګه کېندل کېږي. "


په پاکستان کې د برښنا کمی، د تېلو او تر خوا یې په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو د بیو پورته کېدل، هغه څه دي چې پاکستان یې مجبور کړی چې له افغانستانه د ډبرو سکرو واردات زیات کړي.


طالب چارواکي وايي، په ورځني ډول پاکستان ته له لس تر پنځه‌لس زره ټنه د ډبرو سکاره صادرېږي، خو رویټرز تېره میاشت د پاکستاني چارواکو له قوله دا اندازه په میاشتني ډول ۵۰۰ زره ټنه یاده کړې وه.


پاکستان غواړي د سویلي افریقا او اندونیزیا پر ځای په ارزانه او ښه بیه له افغانستانه د ډبرو سکاره وپېري او د خپلې برښنا فابریکې پرې وچلوي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *