Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نا امنۍ اندېښنې؛ کابل ښاریان د اختر په ورځو کې د ډاډمن امنیت غوښتنه کوي

يو شمېر خلکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته غواړي چې نا امنیو او جنايي پېښو مخه دې ونیسي.


د دوی په بارو په کابل کې ورستیو چاودنو او راکیټي بریدونو د اختر په ورځو کې د ورته پېښو په تړاو اندېښنې زیاتې کړي.


کابل، هغه ښار چې لا یې هم خلک د نه خوندیتوب احساس او ویرې سره مل ژوند لري.


فواد او خېبر د دې ښار دوه تنه اوسېدونکي دي ازادي راډيو ته وويل: "لوی اختر را روان دی، خو بېګا شپه په کابل کې جنګ و، موږ اندېښنه لرو چې اختر کې به هم داسې یو حالت وي، د طالبانو له حکومت نه مو غوښتنه ده چې د اختر د ورځو امنیت خوندي کړي تر څو وشو کولای اختر په خوشحالۍ کې تېر کړو."


"سره له دې چې مسلکي کسان نه‌لري خو دوي باید د خلکو امنیت خوندي کړي او زما غوښتنه هم همدا ده چې خلک له خپل حکومت سره همکار پاتې شي."




دوی وايي، سره له دې چې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونه د پوره امنیت خبره کوي خو لا هم خلک په ارامه ژوند نه‌شي کولای.


د اندېښنې په داسې حال کې ښودل کېږي چې د پنجشنبې په شپه د کابل ښار د خیرخانې اړوند د سه صدوپانزده فامیلۍ په سیمه کې د چاودنو او د جګړې راپورنه ورکړل شول.


یو شمېر رسینو او د ټولنیزو رسنیو کارونکو لیکلي وو، چې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو له وسلوالو سره نښته کړې او په سیمه کې چاودنې هم شوي.


خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د پنجشنبې په ورځ په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، چې د دوی ځواکونو د سه صدو پانزده فامیلۍ سیمه کې د ده په خبره، د خوارجو پر یو پټنځای عملیات کړي او د دوو کسانو په وژل کېدو سره یې عملیات پای ته رسېدلي.


نوموړي دا هم لیکلي، چې په دې عملیاتو کې ۴ کسان، درنې او سپکۍ وسلۍ هم نیول شوي.


ښاغلي مجاهد وړاندې لیکلي، دغو خوارجو غوښتل په کابل کې ځیني تخریبي اعمال ترسره کړي.




خو له دې ټولو سره سره بیا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د خکلو اندېښنو ته په ځواب کې وايي، چې دوی د اختر په ورځو کې د پوره امنیت لپاره چمتوالی لري.


د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د پنجشنبې په روځ ازادي راډيو ته وویل: "د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونه هر وخت د خپلو خلکو د امنیت لپاره چمتو دي، دا چې زموږ خلک د اختر ورځې په خوشحالۍ کې تېرې کړی زموږ امنیتي ځواکونه د امنیت په برخه کې شپه او ورځ کوشش کوي، له درنو هېوادوالو غواړو چې له خپلو ځواکونو سره همکاري وکړي."


سره له دې چې د طالبانو حکومت په کابل او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پوره او ډاډمن امنیت خبره کوي خو تېره اوونۍ په کابل کې د دیني عالمانو ناسته هم د سپکو او درنو وسلو تر بریدونو لاندې راغله.


که څه هم د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هغه مهال دا پېښه رد کړه، خو د ازاداه ګانو د ملي جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې، په خپل فېسبوک ادعا وکړه، چې په دغه غونډې باندې د دوی ځواکونو برید کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *