Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

لوی اختر او چمتووالی؛ خلک سږ کال اختر څنګه لمانځي؟

لوی اختر یا د قربانۍ اختر ته یوازې یوه بله ورځ پاتې ده، په داسې حال کې چې پر افغانستان طالبان واکمن دي او په دې هېواد کې بېکارۍ او بې وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې ده.


سږ کال خلک څنګه اختر نمانځي؟ او ایا د بېلابېلو توکو د رانیولو توان لري؟


د شپږو اولادونو مور ګل غوټۍ ته ښايي د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کېدل د اختر معنا ولري.


نوموړې وايي، همدا شېبه په کور کې ګرد وړه او د خوراک لپاره هیڅ نه لري.


نوموړې وايي: "اختر خو راغی خو د هغه خلکو به څه اختر وي چې په کور کې وړه نه وي، جامه او لباس خو پرېږده، چې په ګېډه وږي وي او په تن لوڅ وي، د غریبانو او بې وزلو به څه اختر وي."


ګل غوټۍ د ننګرهار اوسېدونکې ده، د تېر حکومت پر مهال يې په یو خصوصي دفتر کې د پخونکې (اشپزې) په توګه دنده درلوده، خو له تېرو لسو میاشتو راهیسې په کور ناسته ده.


ګل غوټۍ چې څلور لوڼې او دوه زامن لري، خاوند يې مړ شوی او مشر زوی يې لس کلن دی وايي، له لویانو سره کېږي خو کوچنۍ اولادونه يې ترې د اختر لپاره نوي کالي او پوښاک غواړي خو په خبره يې دا ورته له اوښکو غیر بل څه نه‌لري.


نوموړې وايي: "ماشومان خو یې غواړي، ژاړي او فریاد کوي، بس څه به وکړو په دې او په هغه يې غولو، ورته وایو نن يې اخلو سبا يې درته اخلو."




لوی اختر یا د قربانۍ اختر ته یوازې یوه بله ورځ پاتې ده، ښايي د ګل غوټۍ په شان زرګونه نورې افغانې کورنۍ وي، چې د ماښام ډوډۍ له اوښکو سره خوري.


د کابل ښار اوسېدونکی بلال چې په لاس ګاډۍ کې د خلکو سودا له یو ځای بل ځای ورسره وړي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې له کوره د خوارۍ مزدورۍ په نیت راوځي خو ترماښامه له سل افغانيو ډېرې نه شي پیدا کولای.


نوموړی وايي: "اختر څه اختر بس اسې په نوم اختر دی، ما د وچې مېوې پر ځای لږه تازه مېوه اخیستي، یوه ورځ به وشي، په ښار کې کراچۍ چلوم، هیڅ کاروبار نه‌شته."


د همدې ښار یو بل اوسېدونکي محمد خان وايي اقتصادي ستونزو اخترونه پیکه کړي او هغه پخوانۍ خوند يې نه‌شته.


محمد خان وايي له تېرو نهه میاشتو را په‌ديخوا بې روزګاره ده، ډېرې دروازې يې د دندې د ترلاسه کولو په هدف وټکولې خو پایله يې صفر وه.




نوموړی وايي: "نو د اختر سودا به سړی په څه واخلي، چې پيسې نه وي، هیڅ نه‌شته، هو سمه ده چې اختر د الله له لوري بنده ته د خوشحالۍ موقع ده خو په تش جیب خو خوشحالي نه‌کېږي، چې زړه خفه وي څه به انسان خوشحاله شي، دا اته نهه میاشتې وشوې چې بې کاره یو هیڅ کاروبار نه‌شته."


سږ کال په افغانستان کې لوی اختر یا قرباني په داسې حال کې رارسیږي، چې په افغانستان طالبان واکمن دي، بې کارۍ زیاته شوې او بې وزلۍ خپل اوج ته رسېدلې ده.


د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو بنسټونو ویلي چې په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *