Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا د 'غیر ناټو عمده متحد' په توګه د افغانستان د لغوه کولو هڅه کوي

یو شمېر مطرحو امریکایي رسنیو راپورونه ورکړي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن کانګرس ته په یو استولي لیک کې دا اعلان کړی دی.


امریکا وروسته له هغې دا اعلان کوي چې شاوخوا یوولس میاشتې وړاندې یې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ختم کړ.


د ګڼو مطرحو امریکایي رسنیو په ګډون CNN ټلوېزیون راپور ورکړی چې جوبایډن د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۶ مه نېټه د امریکا ګانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ته په یو استولي لیک کې لیکلي چې: "د ۱۹۶۱ کال د بهرنیو مرستو د قانون د ۵۱۷ مادې له مخې، زه د غیر ناټو عمده متحد په توګه د افغانستان د نوم د لغوه کولو په اړه د خپلې ارادې اعلان شریکوم."




دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوولس میاشتې مخکې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته امریکا په دغه هېواد کې خپل شل کلن پوځي حضور پای ته ورساوه.


د امریکا جمهور رییس جو بایډن وروسته له هغې دا اعلان کړی چې څو موده مخکې د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده په کابل کې د علماوو ستره غونډه کې وویل چې د هېڅ کوم هېواد فرمایشونه به ونه مني او نه به هم تعامل ورسره وکړي ان که اټم بم هم پرې وکارول شي.


خو نوموړي تازه په خپل اختریز پیغام کې بیا ویلي، چې د نړۍ ټولو هېوادونو سره تعامل او ښې اړیکې درلودل غواړي.



خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند قاري یوسف احمدي تازه د دې اعلان په اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ کومه اندېښنه نه‌لرو نو موږ هم داغواړو ځکه دا شل کاله افغانان ددې عنوان له کبله وځورېدل، موږ نه‌غواړو د داسي عنوان تر چتر لاندې د نورو دتهدید سبب وګرځو، البته په دیپلوماتیکه او تجارتي ساحه کې موږ غواړو له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو."




امریکا په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د غیر ناټو عمده متحد په توګه ونوماوه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دفاعي او اقتصادي اړیکو د ساتلو لپاره لاره هواره کړه.


هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن کابل ته د سفر پر مهال دغه نوملړ اعلان کړ.


امریکا ولې اوس دا پرېکړه کوي؟


د پوځي چارو پوه او په جرمني کې د پوهنتون استاد محمد اسحق اتمر وایي، چې امریکا غواړي په دې ډول د افغانستان اړوند مسولیتونو نه ځان خلاص کړي.


نوموړی وايي:




، مانا دا چې په افغانستان کې ترهګر هر څه کوي دوی یې مسولیت نه‌لري، په افغانستان کې د دوی «امریکا» شل کلن حضور، له دغه هېواد سره یې ستراتیژیک تړونونه او افغانانو سره یې خبرې په اوبو لاهو شوې دي، زه فکر کوم دا د افغانستان لپاره د یو بل بد پړاو پیل دی."


د یادونې ده، چې د ناټو د متحد په توګه له نومول شوي هېواد سره اقتصادي او دفاعي اړیکې پراخېږي او بیا تر هغه وروسته د همدې تړون له مخې د هغه هېواد د پوځیانو د روزنې او د تجهیزاتو د ورکړې مرستې ورسره کېږي _ هغه څه چې امریکا په تېرو شل کلونو کې له افغانستان سره کولې.


خو اوس چې په افغانستان طالبان واکمن دي امریکا او د ناټو غړو ټولو هېوادونو ورسره په رسمي توګه پوځي مرستې بندې کړې دي.


خو اوس چې په افغانستان طالبان واکمن دي امریکا او د ناټو غړو ټولو هېوادونو ورسره په رسمي توګه پوځي مرستې بندې کړې دي.


هڅه مو وکړه د امریکا د جمهور رییس د دې اعلان په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو ویاندویانو یې تر دې دمه زموږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.


په دې سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو تازه بیان کې اعلان کړی چې د غیر ناټو متحد په توګه د افغانستان د غړیتوب له لغوه کېدو وروسته به امریکا ۱۸ لوی غیر ناټو متحدین ولري، چې دا هېوادنه ارجنټاین، استرالیا، بحرین، برازیل، کولمبیا، مصر، اسراییل، جاپان، اردن، کویت، مراکش، نیوزیلینډ، پاکستان، فیلیپین، قطر، سویلي کوریا، تایلینډ او تونس دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *