Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له ښځو د طالبانو بيا ځلې غوښتنه: حجابونه مراعت کړئ

د طالبانو د امربالعمروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، د ښځو د حجاب په اړه د خپل امرالمومنین د فرمان په عملي کولو کې تر اوسه د بند او تعزیر موضوع ته نه دي رسېدلي.


د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، دا ځکه چې ښځې حجاب مراعتوي او د نوموړي په خبره، هغوی چې نه یې مراعتوي هم دوی ورڅخه غوښتنه کوي، چې مراعات یې کړي.


په داسې حال کې چې د ښځو د اجباري حجاب په اړه د طالبانو د حکومت د فرمان په تړاو کورني او نړیوال غبرګونونه لا نه‌دي ساړه شوي، د طالبانو د امربالعمروف و نهی عن المنکر وزارت بیا هم د ښځو له خوا د حجاب په مراعتولو ټینګار کوي.


خو د دغه وزارت ویاند محمد صادق عامف مهاجر وايي تر اوسه دوی په دې تړاو، د بند او تعزیر مرحلې ته نه‌دي رسیدلي.


نوموړي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه یوې خبري غونډې ته وویل: "د ښځو د حجاب په اړه چې د امرالمومنین له خوا کوم فرمان راغلی و د هغې، څلور مراحل ول، خو موږ تر اوسه د بند او تعزیر موضوع ته نه یو رسیدلي، خویندې حجاب مراعتوي او له هغوی چې نه یې مراعتوي هم غوښتنه کوو چې مراعات یې کړي."




د طالبانو حکومت د ثور میاشتې په ۱۷ مه د یو فرمان په صادرولو سره وویل، چې ښځې دې په عمومي ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او له اړتیا پرته دې له کوره نه وځي.


په فرمان کې راغلي وه، چې د سرغړونې په صورت کې به د کور مسوول مجازات شي.


دا فرمان په افغانستان کې دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شو، ان تر دې چې د بشر د حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو له ملاتړو هېوادونو وغوښتل، چې د طالبانو د دې پرېکړې په تړاو بېړنۍ ناسته وکړي.


له ښاغلي مهاجر څخه له شپږم تولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستې په اړه هم پوښتنه وشوه، خو نوموړي وویل، چې دا موضوع په دوی پورې اړه نه‌لري، خو په خبره یې له هیڅ هغه اقدام سره مخالفت نه‌لري، چې اسلام ورته اجازه ورکړې وي.




د یادونې ده،، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو را ورسته له بلخ ولایت پرته په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي.


د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت مخکې تر دې ویلي وه، چې په دې اړه به د عالمانو یوه شورا پرېکړه کوي، خو تېره اوونۍ د علمانو د غونډې له جوړېدو سره سره په دې اړه پرېکړه ونه شوه.


په دې اړه هم په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه موجود دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *