کارپوهان: زیان اړونکي بارانونه د ماحولياتي بدلون نتيجه ده
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بیلا بیلو برخو کې بارانونو او سیلابونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي او په ځينو غرنيو سیمو کې یې د تګ راتګ لارې تړلی دي. کارپوهان وايي چې په سیمه کې ماحولیاتي بدلونونه روان دي او که سم انتظام یې ونشي نو په راتلونکې کې به یې زیات تر دې کال هم ډير وي.