د افغانستان او اسټراليا سوداګرۍ خونو پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړي
د افغانستان او اسټرالیا د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې لومړۍ ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو مسولینو د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاو، افغان سوداګرو ته په اسانه ډول د ویزو د ورکړې او همداراز د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د ښو سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټینګار شوی.
د خبر پاڼې په حواله، د غونډې ګډونوالو د یادو انلاین غونډو په دوام ټینګار کړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبر پاڼې په حواله، د افغانستان له لوري د کانونو د استخراج، کیمیاوي سرې، کرنیزو درملو د تولید، وارداتو او صادراتو په اړه هم خبرې شوي چې مقابل لوري یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
له هغې وروسته چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان واکمن شول دا د افغانستان اواسټرالیا هېوادونو د سوداګرۍ خونو لومړنۍ سوداګریزه ناسته ده.