د اسيا د تکواندو په سيالیو کې افغان لوبغاړي پای لوبې ته لار ومونده
افغان لوبغاړي آزاد بېګ نوروزي خپل قزاقستاني او روسي سيالانو ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لار ومونده.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د تکواندو دغه ورزشکار د اسيا ماشومانو په اووم پړاو سياليو کې د قزاقستاني او دوو روسي سيالانو پر وړاندې خپلې درې لوبې وګټلې او د دې سياليو فاينل ته يې لار ومونده.
د دې ریاست په وینا دغه سیالۍ د روسيې په ولاديو ستوک ښار کې وړمه ورځ پیل شوي.
د اسيا ماشومانو تکواندو په دې سيالیو کې د ١٢هېوادونو ورزشکاران ګډون لري، چې ښايي روانه او راتلونکي اونۍ دوام وکړي.