سیمه ییز چارواکي: په بلخ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴ کسان مړه شوي
په بلخ کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې نن په یوه ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومان په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي دي، چې په پېښه کې لس نور کسان هم ټپیان شوي.
د بیان له مخې پېښه هغه مهال وشوه، چې د حج له مراسمو د یوه راستون شوي حاجي موټر د مزارشریف او شولګرې ولسوالۍ لاره کې له یوه ټونس ډوله موټر سره ټکر شو.