د روسيې يو پخوانی ښاروال چې د کرملين 'منتقد' بلل کېږي نيول شوی دی
پر هغه «د وسلوالو ځواکونو اعتبار ته د زیان اړولو» تور لګول شوی، هغه تور چې روسي چارواکي یې زیات وخت پر اوکراین د روسیې د یرغل د منتقدانو د غلي کولو لپاره کاروي.
ریوزمن چې په ۲۰۱۲م کال کې د اپوزیسیون تر اعتراضونو وروسته یې د اورال د دې غرني ښار ټاکنې ګټلې وې، پرون سهار وختي ونیول شو او توقیف ته ولېږدول شو.
په هغه ویډیو کې چې د هغه له کوره بهر د خبریالانو او فعالانو له خوا ثبت شوې له ریوزمن پوښتنه کېږي، چې ولې تورونه ورباندې لګول شوي دي. هغه په ځواب کې وايي: "پر اوکراین د روسیې د یرغل تور. دا خبره مې هرځای کړې او بیا یې هم کوم."
پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ میاشتې پوره شوې.