څلور اسرائيلي پوځيان له دندو رخصت کړی شوي
دا اقدام وروسته له هغې وشو، چې د ټولنیزو شبکو په یوه ویډیو کې څرګنده شوه، چې دغه سرتېري دوه توقیف شوي کسان ډبوي او په لغتو وهي.
پوځ وايي، اسرائیلي سرتېرو دوې اوونۍ مخکې د لویدیځې غاړې په رام اله ښار کې د فلسطینیانو یو موټر ودراوه، موټر چلوونکي او په موټر کې ناست بل کس ته یې د کښته کېدو امر وکړ.
په هغه ویډیو کې چې ټیکټاک ته پورته شوې، ښکاري چې سرتېري دواړه ډبوي او تر لغتو لاندې کوي.
د اسرائیل پوځ وايي، تر لومړنیو څېړنو وروسته دغه سرتېري د دوی له کنډک، دغه راز ټولو جنګي موقفو لیرې کړای شوي دي.