Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان وايي په افغانستان کې لا هم امريکايي ډرون الوتکې ګرځي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ومنله چې لا هم امريکايي ډرون الوتکې ګرځي چې دوی یې په اړه امريکايانو ته خپل اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو ویاند دبیح الله مجاهد د اګست په ۲۵مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د امريکايي الوتکو ګرځيدل د افغانستان له خودمختارۍ سرغړونه ده چې په اړه یې د امريکايي چارواکو سره په بيا بيا خبرې شوې دي. هغه دا ونه ويل چې دا الوتکې له ګاونډي پاکستانه ورځي او که په منځني ختيځ کې له امريکايي پوځي مرکزونو څخه. 


مجاهد زیاته کړه چې که امريکايان د کومې وسله والې ډلې په اړه اندېښنه لري، د طالبانو حکومت سره دې یې شريکه کړي. امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست په لومړۍ نېټه ناوخته اعلان وکړ چې د جولای پر ۳۱مه یې په ډرون برید کې په کابل کې مېشته د القدعده وسله والې ډلې مشر، اېمن الظواهري وژلی دی. هغه طالبان له القاعدې ډلې سره پر اړیکو پاللو تورن کړل. 




د اګست په ۲۵مه، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد يو ځل بیا د امریکايي ډرون حملې غندنه وکړه او وي‌ ويل چې دوی لا هم تحقیقات کوي چې ایا په دغه برید کې رښتيا هم ظواهري وژل شوی او کنه. "د کابل په شېرپور کې پر یوه کور د توغندي برید له ځایه کوم مړی نه دی موندل شوی. زموږ تحقیقات کوونکي په دې اړه کار کوي چې معلومه شي چې ایا د القاعده د مشر د وژنې په اړه د امريکا ادعا رښتیا ده او که څنګه؟" 


مجاهد زیاته کړه چې په کابل کې د ډرون حملې او په افغانستان کې د امريکايي‌الوتکو ګرځيدل د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ په مياشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د موافقې سرغړونه ده خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اګست پر لومړۍ نېټه د ظواهري د وژنې تر اعلان وروسته طالبان تورن کړي وو چې د القاعدې مشر ته یې په پناه ورکولو د "دوحې د موافقې جدي سرغړونه" کړې ده.


د دوحې په موافقه کې راغلي وو چې طالبان به له القاعدې ډلې سره تعلقات پرې کوي او هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو پرضد وکاروي. طالبان وايي د نړيوالو وسله والو ډلو سره هېڅ اړيکې نه لري.


ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د ظواهري په مشرۍ القاعدې ډله له طالبانو سره نېږدې تعلقات پالي. په رپورټ کې راغلي ول چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې وه او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوې وې.


د طالبانو وياند، ذبیح الله مجاهد په خبري غونډه کې د داعش وسله والې ډلې په اړه هم وغږيد. هغه وويل چې نړۍ دې د دغه ډلې له حملو نه ویریږي. يو خبریال له نوموړي وپوښتل چې د روس دفاع وزیر ويلي‌چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې فعالیتونه د اندېښنې وړه ده نو په اړه یې طالبان څه کوي؟ مجاهد وويل چې هېڅ هېواد دې تشویش نه لري او داعش ډله دومره قوي نه ده چې له افغانستانه دې چا ته خطر پېښ کړي.


مجاهد دا ادعا په داسې حال کې کوي چې داعش وسله والې ډلې په دې وروستيوو کې په افغانستان کې د ځينو طالب پلوو ديني عالمانو د وژنې او نورو حملو ذمه واریانې منلې دي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *