Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا د افغانستان کرنې برخې ته ۸۰ ميليونه ډالر ځانګړي کړي

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي امریکا اتیا میلیونه ډالره ورکړي څو یې په افغانستان کې په ځینو پروژو ولګوي.


دې ادارې په یوه بېړني حالت کې د امریکا مرستې مهمې بللي او هیله یې ښودلې چې د یوه اندازه خلکو ژوند به ورسره بدل شي.


د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره اف اې او وايي د امریکا په تازه مرستې سره به د افغانستان په اتو ولایتونو کې چې خلک یې د خوړو له کمښت سره مخ دي یو شمېر پروژې پلي کړي.


اف اې او پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یو اس اېډ د یو شمېر پروګرامونو د عملي کولو لپاره اتیا میلیونه ډالره بودیجه ورته ځانګړې کړې.


په بیان کې راغلي چې په دې مرستو سره به په نیمروز، غور، دایکندي، جوزجان، بدخشان، نورستان، پکتیکا او پروان ولایتونو کې د خلکو د ژوند د وضعې د ښه والي لپاره کار واخیستل شي.


د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره اف اې او د امریکا د اتیا میلیونه ډالرو مرسته چې څو ورځې مخکې یې اعلان کړې وه د افغان بزګرو د ملاتړ لپاره مهمه بللې چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.




د اف اې او د افغانستان څانګې مشر ریچارډ ټرینچارډ ویلي: "د یو اس اېډ دا سخاوتمندانه مرسته به د افغانستان له کروندګرو سره مرسته وکړي چې د اوسني بحران څخه ووځي او د راتلونکي لپاره یو اساس کېږدي."


اف اې او داسې وخت د افغانستان په اتو ولایتونو کې د پروژو د تطبیق یادونه کړې چې عام افغانان د مرستو د غیر عادلانه وېش، کمښت او ګڼو نورو ستونزو څخه شکایت لري.




د پکتیکا یو اوسېدونکی چې نوم نه‌اخلي وايي کرنیزې ځمکې یې سېلابونو وړي خو لا یې مرستې نه‌دي ترلاسه کړي.


نوموړی وايي: "سېلابونه راغلي او ډېری هغه ځمکې چې کرنیزې دي له‌منځه وړي دي، خو تر اوسه داسې مرستې موږ نه دي ترلاسه کړي تر څو وښيي چې دغه مرستې دې سېلاب ځپلو ته وي."


د کندهار اوسیدونکی احمدالله وايي مرستې اړمنو ته نه رسیږي.


نوموړی وايي: "باید موږ ته دې د کار زمینه برابره شي. باید موږ ته مرسته راکول شي. مرسته راغلې. په سلو نفرو کې دوو نفرو ته ورکړې. مرستې راشي. ورکې شي. دا مسلمانان څه وکړي چېرته ولاړ شي."




د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان څانګې مشر ریچارډ ټرنچارډ هم اندېښنه ښيي چې د افغانستان خلک د خوړو له جدي کمښت او لوږې سره مخ دي او په کلیوالو سیمو کې د دې خلکو فیصدي ان اویاو ته رسیږي.


امریکا له تېر کال راهیسې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره څه باندې ۷۷۰ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو ادارو له خوا په خلکو وېشل شوې ده.


خو د راپورونو په اساس په وروستیو څو میاشتو کې طبیعي پېښو او سېلابونو د افغانستان ناورین ځپلی ولس لا پسې په ستونزو کې ایسار کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *