مسکو کې د افغانستان پخوانی سفیر: ګورباچف د شوروي د ساتنې غوښتونکی و
حبیب منګل هغه مهال چې ګورباچف د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي کمېټې منشي و په مسکو کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.
ښاغلي منګل چې له ګورباچف سره لیدنې هم درلودې، له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د ګورباچف له خبرو داسې ښکارېده چې شوروي اتحاد ساتل غواړي.