البانيا له خپلې خاورې ايراني ډيپلوماټان و ايستل؛ سپينې ماڼۍ يې ملاتړ کړی
البانیا ایراني دیپلوماتان له خپلې خاورې وروسته تر دې و ایستل چې تهران یې په خپله خاوره کې په سایبري برید تورن کړ.
واشنګټن د البانیا ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دې سایبري برید په وړاندې به د ناټو له دې غړي هېواده دفاع وکړي.
البانیا پرون ایراني دیپلوماتانو او د سفارت کارکوونکو ته امر وکړ چې په څلرویشت ساعتونو کې له دې هېواده ووځي.
د البانیا صدراعظم ایدي ریما په یوه یویډیویي پيغام کې وویل چې د جولای په پنځلسمه د البانیا د حکومت پر ډیجیټل سیستم سایبري برید وشو خو دا برید ناکامه شو.
ریما ويلي: "د ژورو تحقیقاتو په نتیجه کې مو داسې شواهد وموندل چې انکار ترې نهشي کېدای چې دا برید د ایران اسلامي جمهوریت تنظیم کړی او ترسره کړی دی."
د البانیا صدراعظم زیاته کړه چې د خپلې پرېکړې په تړاو یې په تیرانا کې د ایران سفارت ته وار له مخه لیک استولی دی او همدا راز یې د ناټو غړي هېوادونه د تحقیقاتو له نتیجې خبر کړې دي.
په پلازمېنه تیرانا کې تر پرون ناوخته پورې د ایران له سفارت سره نږدې پولیس نه و ځای پر ځای شوي او د ایران سفارت غبرګون هم نه دی څرګند کړی.
د امریکا متحد ایالتونو له څو اوونیو څېړنو وروسته وویل چې، ایران د جولای د پنځلسمې نېټې د سایبري برید تر شا دی.
سپینې ماڼۍ له ادعا سره سم د ایران اقدامات وغندل او خبرداری یې ورکړ چې د ناټو پر یوه متحد به د بې سارې سایبري برید پرضد نور اقدامات وکړي.
د متحد ایالتونو د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې وویل، متحد ایالتونه به د خپلو متحدانو د امنیت د ګواښ او سایبري برید په خاطر له ایران سره د حساب ورکولو لپاره په نورو اقداماتو لاس پورې کړي.
د ایران او البانیا اړیکي له ۲۰۱۳ کال راهیسې کړکېچنې دي، هغه وخت البانیا د ایران د اپوزسیون ډلې مجاهدین خلق درې زره غړي د کډوالو په توګه ومنل.