د هلمند په کجکي کې څاه ته لويدلي ماشوم ساه ورکړه
نوموړی وايي، د ماشوم د ژغورنې عملیات یې پای ته ورسېدل او تېره شپه ۲ بجې یې مړی له څاه و ایستل شو.
دغه ۵ کلن ماشوم پرون ماسپښین د کجکي ولسوالۍ په خنجکک سیمه کې ۵۰ مترۍ څاه ته لوېدلی و.
تر دې مخکې هم په هلمند، کندهار او زابل ولايتونو کې څاه ته ماشومان لويدلي وو چې ډېری يې مړه شول.