د افغانستان له شل کلونو کم عمره فوټبال لوبډلې له فليپين ماتې وخوړه
د اسیا د شلو کلونو کم عمره فوټبال غوراوي لوبې په عمان کې روانې دي.
افغانستان په بېګانۍ ماتې سره له مخکې تګه پاتې راغی.
افغان ټیم مخکې کوربه عمان ته یو پر صفر ماته ورکړې وه او هیله یې درلوده چې د فلیپین په ماتولو بل پړاو ته لار پیدا کړي.