Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

فايق: له زده‌کړو د نجونو راګرځول ملي خيانت دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، له زده‌کړو او تحصیل د نجونو راګرځول د یوه هېواد راتلونکي سره ظلم او ملي خیانت دی.


ښاغلي فایق نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازینی هېواد دی چې د نجونو ښوونځي په‌کې تړل شوي دي."


هغه هېواد چې د ښاغلي فایق په خبره، بشري مرستو ته اړتیا لري او په ځان بسياینې او پرمختګ لپاره باسواده بشري قوې ته اړمن دی.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي له زده‌کړو او تحصیل د افغان نجونو لېرې ساتل د افغانستان له راتلونکي سره ظلم او ملي خیانت بللی دی.




له طالبانو مو د ښاغلي فایق د نیوکو او پر دوی د ملي خیانت د تور په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب را نه‌کړ.


طالبانو له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو موضوع د خپل مشر امر پورې تړلې، خو په دې اړه چارواکي یوه خوله نه‌دي.


د بېلګې په توګه، د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر د سنبلې په ۲۱مه نېټه په ارزګان کې د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، ډېر شمېر افغانان نه‌غواړي له ۱۶ کلونو پورته عمر لرونکي لوڼي یې ښوونځیو ته ولاړې شي، خو د روغتیا وزارت سرپرست عبادالله قلندر بیا ویلي، د بوديجې او امکاناتو د کمي له امله ښوونځي بند دي.




له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه د طالبانو خپل‌منځي اختلاف هم جوت دی.


نږدې درې اوونۍ وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه خصوصي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي و، که د ده په وس پوره وي، سبا به د ټولو نجونو ښوونځي پرانیزي.


همدا ډول ځینو پخوانیو طالب چارواکو او پلویانو یې هم د ښوونځیو په اړه د پرانيستو له بیا ځلي غوښتنو وروسته ویلي، د همدې غوښتنو له امله په مرګ ګواښل شوي.


پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سرپرست مارک پوتزل د افغان نجونو د ښوونځیو د تړلو دوام غمجن او د شرم وړ عمل وباله او زیاته یې کړه، که د نجونو او ښځو سره دا ډول چلند دوام وکړي، د لویو ناامنیو، بې‌وزلۍ او انزوا په ګډون به، د افغانستان پر وړاندې کړکېچونه لا ژور کړي.




له یوه کال زیاته موده کېږي چې طالبانو نږدې درې میلیونه افغان نجونې له زده‌کړو محرومه کړي او اجازه نه ورکوي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.


د طالبانو دې کار په کور دننه او نړیواله کچه پراخ غبرګون را پورته کړي او د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې یې دا پالیسې غندلې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *