Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مخکښ طالب غړی حاجي بشر نورزی له امريکايي وګړي 'مارک فريرکس' سره تبادله شو

د طالبانو حکومت یو مخکښ غړی حاجي بشر نورزی له اولس نیم کاله بند وروسته نن کابل کې طالبانو ته د یو امریکايي وکړي مارک فريرکس سره په تبادله کې وسپارل شو.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه تبادله د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په برخه کې نوی باب پرانیزي.


بشر نورزي هم دغه ګام د امریکا او افغانستان ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د پیل یوه نوې لاره یاده کړې.


د طالبانو حکومت وايي، حاجي بشر نورزی نن دوشنبه په کابل کې دوی ته سپارل شوی.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، نوموړی د یو امریکايي وګړي (مارک فريرکس) سره په تبادله کې خوشې شوی.


د متقي په وینا، دا ګام د دواړو هېوادنو ترمنځ اړیکې رغوي.


نوموړي وويل: "د ده خلاصون د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کې یو نوی باب ګڼو، امید لرو چې دغه پرګروامونه کولای شي دواړه هېوادنو سره نږدې کړي او د حاجی صیب خلاصون موږ ته دا پیغام هم راکړ چې مسایل په خبرو او مذاکراتو حل کېږي په زرو، جنګ او جبر نه‌شي حل کېدای."




د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر دغه شان وویل، دوی له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.


په ورته وخت کې له ګوانتانامو زندان څخه راخوشې شوي بشر نورزي یادې خبري ناستې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، نوموړی د طالبانو حکومت په هڅو د امریکايي وکړي (مارک فريرکس) سره په تبادله کې ازاد شوی.




نوموړي وويل: "د اسلامي امارات د مجاهدینو په کوششونو او تکلیفونو په وجه راخلاص شوم او زما خلاصون به ان شالله د افغانستان او امریکا د نږدې والي سبب وګرځي، زه فکر کوم چې دا مشکلات به ټول له‌منځه ولاړي شي او دوی به سره نږدې شي."


د یو شمېر نړېوالو راپورنو پر بنسټ، بشر نورزی په ۲۰۰۵ کال کې امریکا ته د سفر پر مهال ونیول شو او په نیویارک کې یوې محکمې د ۲۰۰۹ کال د اپریل پر ۳۰مه نوموړی دغه هېواد ته د نشه يي توکو د قاچاق له کبله په عمري بند سزا محکوم کړ.




او د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد افسر (مارک فریریکس) کله چې په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو لخوا په خوست کې برمته کېده، د ساختماني پروژو ملکي انجنیر و، نوموړی له تېرو شاوخوا دوه کلنونو راهیسې له طالبانو سره بندي و.


د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه د دغې تبادلې په اړه څه نه‌دي ویلي.


د یادونې ده، د امریکا جمهور رئیس جو بایډن مخکې ویلي و، وړاندې تر دې چې طالبان دا تمه ولري چې د هغوی د رسمیت پېژندنې په ارمان غور وشي، باید مارک فریریکس سم‌لاسي خوشې کړي.


پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو له یو کال زیاته موده ووته خو تر اوسه د دوی حکومت د نړۍ د هیڅ هېواد له خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *