Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا کې پرلت کوونکي افغانان: کانګرس دې د ورغلو افغانانو مېشتېدل قانوني کړي

یو شمیر افغانان د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس په وړاندې په پرلت وهلو سره له کانګرسه غواړي، هغه مصوبه تأیید کړي، چې په امریکا کې د نویو ورغلو افغانانو مېشتېدو ته قانوني زمینه برابروي.


د دغه پرلت یو شمېر ګډونوالو ازادی راډیو ته وویل، یو کال کېږي چې، زرګونه افغانان نوي امریکا متحده ایالاتو ته ورغلي، خو د مېشتېدو قانوني اسناد نه‌دي ورکړل شوي.


د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس یو شمېر غړو د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د دغه هېواد کانګرس ته یوه مصوبه وسپارله چې له مخې به یې امریکا ته نوي، ورغلي افغانان په هغه هېواد کې په قانوني توګه مېشت شي.


اوس یو شمېر افغانانو په واشنګټن کې د امریکا د کانګرس مخ ته پرلت وهلی او د امریکا له کانګرسه غواړي، چې د دغې مصوبې په تأیید سره په دغه هېواد کې د نویو ورغلو افغانانو قانوني مېشتېدو ته زمینه برابره کړي.


صفي روف د دغه پرلت یوه ګډونوال ازادي راډیو ته وویل: "دا قانون د هغو افغانانو لپاره جوړ شوی چې دلته دي او د هغو افغانانو مشکلات اسانوي چې په افغانستان کې پاتې دي. دا قانون د هغو افغانانو لپاره چې دلته اوسیږي د دایمي استوګنې د اسنادو د ترلاسه کولو لاره ده او د دې قانون له مخې به دوی ته اسناد ورکول کېږي. نو موږ دلته راغلي یو چې د دې قانون د تصویب لپاره زمینه سازي وکړو او په کانګرس فشار واچوو چې تصویب یې کړي."




د یادونې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو په کانګرس کې د کډوالۍ اړوند قوانینو تصویب یوه ستونزمنه پروسه ده، له همدې امله د ورته قوانینو تصویب د مدني بنسټونو او کانګرس غړو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.


د امریکا د کانګرس په وړاندې د افغانانو دغه پرلت ته چې یوه اوونۍ مخکی پیل شوی، د امریکا د پوځ یو شمېر پخواني پوځیان هم هره ورځ ورځي او د امریکا د کانګرس له غړو سره د لیدو په مهال د دې قانون د تصویب غوښتنه کوي.




سرینا فیضي د دغه پرلت یوه بله ګډونواله وایي، د دغه قانون تصویب به د هغو افغانانو سفر ته هم زمینه برابره کړي، چې په امریکا کې د مېشتېدو پر شرایطو برابر، خو په افغانستان کې بند پاتې دي.


نوموړې وايي: "دا مصوبه یوازې زموږ لپاره نه‌ده، بلکې د هغو افغانانو لپاره هم ده چې په افغانستان کې يې او د کډوالۍ غوښتنلیکونه یې تر کار لاندې دي او هغه افغانان چې دلته امریکا کې دي او د دوی د اسنادو او استوګنې د وضعیت درک نه‌شته، د هغو لپاره ده."


دا په داسې حال کې ده، چې امریکا ته د شاوخوا ۸۰ زره افغان کډوالو په رسېدو سره د امریکا د کډوالو د استوګنولو اداره تر سخت فشار لاندې ده او هڅه کوي چې نوي کارکوونکي وګماري او نوي دفترونه پرانیزي.


انتقادونه دا دي، چې د دغو کسانو د دایمي استوګنې لپاره کافي امکانات او بشري قوه نشته.


د اسوشیتد پرس د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستندویه ادارو او موسسو سره کار کوي چې د دې تشې د ډکولو لپاره له عادي امریکایانو کار واخلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *