ملګري ملتونه: په پنجشېر کې د اسيرانو د وژلو ادعاوې باوري ښکاري
د طالبانو حکومت تېره ورځ وویل چې په پنجشېر کې د طالب وسله والو له خوا د جنګي اسیرانو د وژنو د ادعاوو په اړه پلټنې کوي او که ورته ثابته شي چې دا ویډیوګانې تازه او د پنجشېر اړوندې دي نو د وژنو له عاملانو سره به حساب کتاب وکړي.
په یوه بیان کې چې نن پر ټویټر خپور شو یوناما ویلي چې د دې وژنو عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په بیان کې یادونه شوې چې په دې اړه د طالبانو پلټنې باید رڼې وي څو جدي وګڼل شي.