د انګلستان د ملکې دوهمې الیزابت د جنازې دولتي مراسم پای ته ورسېدل
د دې مراسمو په بل پړاو کې به د ملکې جنازه په ویندسور ماڼۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
برتانوي چارواکو د ویسټ منسټر ماڼۍ د سالون هغه ځای چې په تېرو څلورو ورځو کې لسګونه زره کسان د ملکې د جنازې لیدو ته ورتلل د عامو خلکو د ورتګ پرمخ نن سهار بند کړ.
د ملکې د مړینې په خاطر په انګلستان کې لس ورځنی ویر اعلان شوی.
د انګلستان پخوانۍ ملکه د سپټمبر په اتمه نېټه د ۹۶ کلونو په عمر د سکاټلنډ په بالمورال ماڼۍ کې وفات شوه او پرځای یې د هغې زوی دریم چارلز، د انګلستان او د کامنولټ د غړو هېوادونو پاچا شو.