جو بايډن د روسيې لپاره 'لين ټريسي' د سفيرې په توګه نومولې ده
ولسمشر جوبایډن یوه تجربه کاره ډيپلوماته چې په روسیه کې د څو کلونو کار سابقه لري په مسکو کې د امریکا د سفیرې په توګه نومولې ده.
سپینې ماڼۍ بېګا اعلان وکړ چې په ارمنستان کې د امریکا اوسنۍ سفیره لین ټریسي Tracy Lynne د دې دندې لپاره نومول شوې ده.
امریکايي رسنیو مخکې راپور ورکړی و، چې مېرمن ټریسي په مسکو کې ټاکل کېږي خو ځکه اعلان نه شوه چې دا پرېکړه د ډيپلوماتیک پروتوکول په اساس د مسکو تأیید ته اړتیا لري.
دا تأیید یوه عادي پروسه ده خو په دې ځانګړي مورد کې تراوسه معلومه نهده ځکه د امریکا او روسیې اړیکې په دې وروستيو کې سړې شوې دي.