د پاکستان صدراعظم: طالبان دې د دوحې تړون عملي کړي
شریف له اسوشیتیدپریس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه همداراز له طالبانو وغوښتل چې د دوحې پر تړون عمل وکړي.
د دې تړون له مخې امریکا خپل پوځي ځواکونه له افغانستانه واېستل او طالبانو په بدل کې د نورو ژمنو ترڅنګ ومنله چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او په افغانستان کې به تروریستانو ته اجازه نه ورکوي.
شریف وویل طالبانو چې د دوحې تړون لاسلیک کړی نو باید درناوی هم ورته وکړي.
طالبانو د شریف د دې څرګندونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.