Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملا برادر په اړه د ډونالډ ټرمپ پر څرګندونو د مېل ورځپاڼې تبصره

مېل ورځپاڼه:



د برېتانیا مېل ورځپاڼې د ملا عبدالغني برادر په اړه د امریکا د مخکیني ولسمشر دونالډ ټرمپ څرګندونې خپرې کړي دي.


ورځپاڼه وايي، ټرمپ ویلي، کله چې ولسمشر و او د طالبانو له یوه مشر ملاعبدالغني برادر سره یې خبرې کولې، هغه ته یې خبرداری ورکړ چې یو مخ به یې له منځه یوسي او بیا یې د نوموړي د کور عکس ور ولېږه چې د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوی و.


ټرمپ ملابرادر ته ویلي و چې، افغانستان ونه نیسي او امریکایانو ته زیان پېښ نه‌کړي.


ده زیاته کړې، ملا برادر ته یې، چې اوس د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دی، وویل: که دوی امریکایانو ته زیان واړاوه نو داسې ګوزار به ورکړي چې تر اوسه هیڅ هیواد نه وي ورکړی.


ټرمپ دا څرګندونې له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې کړي دي او ويلي دي، وروسته یې ملابرادر ته د هغه د کور عکس ولېږه.


نيويارک ټايمز ورځپاڼه:



نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د هغو افغانانو په اړه لیکنه خپره کړې چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره په یو نه یو ډول همکاري کړې خو اوس یې په امریکا کې د موقتي ویزو وخت په پوره کېدو دی.


د دې لیکنې په پیل کې راغلي: "دا اوونۍ د کانګریس د ودانۍ مخته د دوو هېوادونو یعني امریکا او افغانستان بېرغونه د اعتراض په توګه درول شوي وو."


د دغو بېرغونو له څنګه د هغو افغانانو پلویان ولاړ وو چې د افغانستان د وروستیو دوو لسیزو د جګړې په لړ کې یې له امریکا سره د همکارۍ له کبله خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.


نیویارک ټایمز زیاتوي، ګڼ شمېر افغان ترجمانان، موټرچلوونکي او نور تېر کال له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره هم‌مهاله وایستل شول.


د هغوی له منځه ۸۲ زره د امریکا متحدو ایالتونو ته راوستل شول، خو له هغه وروسته د ډېرو برخلیک ناڅرګند دی ځکه چې اوږد مهالې ویزې یا اقامتونه نه‌لري او ویزې یې په ختمېدو دي.


د امریکا پخواني پوځیان او د افغانانو نور ملاتړ کوونکي له یو کال راهیسې په کانګریس کې هڅه کوي چې افغاتانو ته په امریکا کې دایمي اقامت واخیستل شي خو د سپینې ماڼۍ یا حکومت له ملاتړ سره سره د کانګریس دواړه ګوندونه په دې برخه کې د یوې لایحې یا مقررې پر تصویب جوړ نه دي راغلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *