شهباز شريف: د پاکستان ولس د ماحولياتي بدلون له کبله د اوښتي زيان ذمه وار نه دی
د سېپټېمبر پر ۲۳مه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته په خپله وينا کې وزیر اعظم وویل چې پاکستان په نړۍ کې د یو فیصد نه هم کم کاربن اخراج کوي. نوموړي وړاندې وویل، څه چې یې په هېواد کې وشول، که پام ورته ونه شي نو دا به تر پاکستانه پورې محدود پاتې نه شي