Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان صدراعظم: په افغانستان کې ترهګرې ډلې حضور او فعالیت لري

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، دوی او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ګواښونو له امله اندېښمن دي.


پاکستان چې په ځلونو د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام له‌خوا د ترهګرو خوندي پټن‌ځای یاد شوی، صدراعظم یې شبهاز شریف وايي، ترهګرې ډلې افغانستان کې دي.


شهباز شریف چې پرون یې د افغانستان په وخت شپه مهال د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته خبرې کولې وویل، هېواد یې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنه لري.


هغه د یو شمېر تروریستي ډلو نومونه هم یاد کړل او ادعا یې وکړه چې دا ډلې افغانستان کې مېشتې دي.


نوموړي وویل: "پاکستان له نړیوالې ټولنې سره په هغو اندېښنو کې شریک دی چې په افغانستان کې له لویو ترهګرو ډلو لکه د د داعش خراسان څانګې، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش او د ازبیکستان اسلامي جنبش ډلې د فعالیتونو په اړه یې لري."


پاکستاني صدراعظم د خبرو خپلو د اثبات لپاره هېڅ ډول ثبوت وړاندې نه‌کړ، خو له طالبانو یې وغوښتل چې د دې ډلو د له‌منځه وړو لپاره جدي اقدام وکړي.


وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو او ځینو نورو چارواکو هم ورته څرګندونې کړي.




 


خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت بیا یوه خپره کړې اعلامیه کې دا اندېښنې رد کړي او زیاتوي"د افغانستان خاوره به هیڅ‌کله د چا پرضد و نه کارول شي او نه فعلا په افغانستان کې کوم وسله‌وال ګروپ شته. "


دې اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه لیکل شوي: "نړیوال دې د بې‌ځایه انديښنو او تورونو پرځای له اسلامي امارت د طالبانو له حکومت سره مثبت تعامل وکړي او د رسنیو او اعلامیو پرځای دي خپل نظریات او اندېښنې مخامخ شریکي کړي."


هاخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، ځینې مغرضې کړۍ لګیا دي چې افغانستان نړۍ ته د ترورېزم مرکز ور معرفي کړي.


 




هغه وايي: "نړۍ ته موږ بار بار په مجالسو کې ویلي، بیا یې ورته وایوو چې د افغانستان ‌بې‌ثباتي، د افغانستان د حکومت کمزورتیا دا نه د سیمې په ګټه دي، نه د نړۍ په ګټه. د افغانستان خاوره د هیچا په ضد نه‌ده کارول شوې او نه به هم وکارول شي. د دنیا مغرضې کړۍ شته چې غواړي افغانستان کې انزوا کې وساتي."


په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال پاکستاني صدراعظم دا هم وویل چې په افغانستان کې سوله غواړي او د یوه ګاونډي په توګه یې هڅه کړې چې په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې مخه ونیسي.


شهباز شریف افغانستان اوسمهال له ناورین سره مخ هېواد وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې ټولو لوریو ته د جنسیت، قوم او مذهب له لیدلوري پرته حقوق ورکړي.


په ښکاره په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، طالبان تر نیوکې لاندې دي چې ګنې په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی، خو طالبان دا خبره نه مني.


پاکستان چې د جمهوري نظام پر مهال د بېلابېلو چارواکو له‌خوا د طالبانو په ملاتړ تورن و، وروستیو کې یې له طالبانو سره اړیکې چندان ښې نه ښکاري.


دا څوم ځل چې پاکستاني چارواکي پر طالبانو نیوکې کوې.


د دې نیوکو په دوام پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو له‌خوا له افغانستان ښځو سره جګړه هوښیاري نه‌ده.


زرداري زیاته کړې، طالبان باید د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې له سختې تګلارې لاس په سر شي او باید په دې پوهه شي چې د افغانستان ښځې زرورې او مقاومت کوونکې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *