Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغان نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه د پاکستان له صدراعظم مرسته غوښتل شوې

د نجونو د زده کړې د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف څخه غوښتي چې پر افغان طالبانو فشار راوړي څو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.


میترا د یوولسم ټولګي زده کوونکې چې نه شي کولی ښوونځي ته لاړ شي، اوس یې حکاکي یا پر لرګیو نقاشي پیل کړې.


میترا چې له یوه کال راهیسې له زده کړو بې برخې ده وايي، غواړي ښوونځي ته د نه تګ اندېښنه د نقاشۍ او د تزیني توکو په جوړولو سره هېره کړي.


نوموړې ازادي راډیو ته وویل، چې د نجونو لپاره د ښوونځیو د تړلو له په تړاو باید طالبان ځواب ویونکي ووسي.


هغه زیاتوي: "زه حق نه لرم چې ښوونځي ته ولاړ شم، زده کړه وکړم. یو کال وشو، طالبان باید ځواب ورکړي او باید ځواب ویونکي وي چې ولې یې د میلیونونو نجونو پرمخ ښوونځي تړلي، ولې یې دوی په کور کې کېنولي دي؟"


میترا چې پخوا د فوټبال لوبغاړې هم وه وايي، د خوښې وړ ورزش او لوړو زده کړو دوام ورته ناشوني ښکاري.


دا په داسې حال کې ده چې ملالې یوسفزۍ چې د نجونو د تعلیم د حقونو فعاله او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ده، د سپټمبر په ۲۴مه یې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره یې خبرې کړي چې پر طالبانو فشار زیات کړي چې له شپږم ټولګي ورته نجونو ته اجازه ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړې.


نوموړې دا هم لیکلي،اوسمهال افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې یې منځنیو ښوونځیو ته د تګ حق نه لري.


ملاله یوسفزۍ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني له شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي وو، چې له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخنیوی د پاکستان پلان دی.


وموغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو، خو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


خو نوموړي تر دې مخکې ازادي راډيو ته ويلي وو چې د ښوونځيو د پرانیستلو په اړه د خپل مشر امر ته په تمه دي.


دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهنې مخکیني سرپرست وزیر نورالله منیر په ارزګان ولایت کې په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مسئله د افغان ولس کلتوري ستونزه ده او ځینې خلک یې نه غواړي چې ۱۶ کلنې لوڼې یا خویندې یې ښوونځي ته ولاړې شي - هغه څرګندونو چې د خلکو پراخ غبرګونونه یې له ځانه سره درلودل.






تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش هم په خپل ټویټر لیکلي وو، چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل د ټول هېواد په زیان تمامېږي او د افغان نجونو له حقونو نه توجیه کېدونکی سرغړونه ده.




که څه هم د طالبانو پر حکومت تل د افغانستان په دننه او بهر کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله نیوکې شوې دي، خو تر اوسه دوی د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *