نورستان کې د وژل شوي قوماندان کورنۍ: که عدالت ونهشي خپل غچ اخلو
د جمهوري نظام پر مهال د نورستان د منډول ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان بهرامالدین کورنۍ خبرداری ورکوي چې د هغه د قتل بدله به واخلي.
ادعا کېږي چې د نورستان د منډول ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان بهرامالدین د طالبانو لهخوا لومړی نیول شوی او له سختې شکنجې وروسته، وژل شوی دی.
اوس د دې پخواني چارواکي د کورنۍ یو غړی چې نهغواړي د امنیتي ستونزو له امله نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، طالبان باید دا پیدا کړي چې بهرامالدین څه ډول او د چا لهخوا وژل شوی، ګني دوی به خپل قصاص په خپله واخلي.
د وژل شوي قوماندان د کورنۍ غړي ويلي: "په چړې او مېخونو شکنجه شوی و، د بدن ټولې برخې یې زېړې شوې وې، ملا یې ور ماته کړې وه، ډېر یې شکنجه کړی و. په تبر او چړې هم وهل شوی و. نوکان یې ترې ویستلي و او بیا یې په اخر کې په تمانچې څو مرمۍ په ستوني او سینه وېشتلی و. پر موږ بېوزلو ظلم کېږي. که طالبان د ټولو قومونو استازولي کوي، باید دا پېښه وڅېړي او پیدا کړي چې بهرامالدین چا وژلی، که د ټولو استازولي نهکوي او ځانونو بېل ګڼي، موږ به خپله بدله خپله واخلو."
د ياد کس له قوله، دا لومړی ځل دی چې د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي دا ډول يوه پېښه ویني او له همدې امله یې پرېکړه هم وکړه چې، د دې ولسوالۍ چارې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
خو د نورستان د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر بیا چې د جمعې په سهار یوه خبرپاڼه کې د سیمې د خلکو لهخوا د منډول ولسوالۍ نیول رد کړل.
دې خبرپاڼه کې لیکل شوي: "خلک حق لري چې د یوې موضوع په اړه غږ پورته کړي، خو ټولې چارې د طالبانو د امنیتي مسؤلينو تر واک لاندې دي."
په ورته وخت کې د نورستان د منډول ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال غلام قادر حیدري ازادي راډیو ته وویل، هغه وژل شوی بهرامالدین د نورستان تر نورګرام ولسوالۍ رسولی و، خو هغه بیا له دې ځایه تر لغمان یوازې تللی چې د دې ولایت په مرکز کې نیول شوی دی.
اوس ښاغلی حیدري د دې پېښې د څرنګوالي په اړه د پوښتنو لپاره کابل ته غوښتل شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد او د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه رالېږلو پیغامونو کې لیکلي، د دې قضیې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی چې، معلومه کړي بهرامالدین ولې وژل شوی دی.
خو د بهرامالدین خپلوان بیا وايي، د جمهوري نظام پر مهال د نورستان د منډول ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو لهخوا لغمان ته غوښتل شوی و، خو د سیمې د خلکو د قومي مشر په توګه سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په خاطر خپل وړاندیزونو له طالبانو سره شریک کړي.
که څه هم طالبان وايي چې عمومي بښنه یې اعلان کړې، خو واک ته له رسېدو وروسته، د دې ډول څو پېښو راپورونه خپاره شوي.
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د روان کال د جون په ۱۶مه اروپايي پارلمان ته وویل، هره ورځ د طالبانو د پخواني جمهوري نظام د سرتېرو، خبریالانو، دولتي چارواکو، مدني فعالانو او نورو د شکنجې، ځورونې او قتل په اړه خبر ورکول کېږي، خو طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړي دي.