Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: افغان نجونې او ښځې هېڅ ځا‌ی خوندي نه‌دي

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله او د ښځو لپاره د دې سازمان مشره سیما باهوس وايي، افغان نجونې او ښځې هېڅ ځا‌ی خوندي نه‌دي.


محمد عامر په کاج ښوونیز مرکز کې د خپلې وژل شوې لور وحیدې په قبر اوښکې تویوي.


هغه وايي، د لور له وژل کېدو وروسته يې، دا نړۍ ورته په جهنم بدله شوې ده.


نوموړي وویل: "ډېره راته سخته ده. دا دوه ورځې راته دا نړۍ جهنم ګرځېدلې. د شپې خوب نه راځي. هر څومره چې ځان ته ډاډ ورکوم، نه کېږي، زړه مې چوي. وایم داسې یو ځای وي چې چیغې ووهم. زړه مې وحیدې پسې ټوټه ټوټه کېږي."


وحیده د هغو ۵۳ قربانیانو یوه ده چې د تېرې جمعې په ورځ، د کابل په لوېدیځ کې په کاج ښوونیز مرکز د برید په پایله کې ووژل شوه.




خور یې زهرا د اسوشیتدپرس سره په یوه مرکه کې پوښتي چې ولې هر ځل اهل تشیع هزاره وګړي هدف ګرځي، هغه پوښتنه چې شاید له ډېرو سره مطرح وي او ځواب یې نا دى معلوم.


نوموړې وايي: "تل هزاره‌ګان چې اهل تشیع دي، پر دوی برید کېږي. په دې شاګردانو کې کوم سني نه‌و. ځانمرګی هم د وحیدې تر مخه وشو، ټول نجونې هزاره‌ګانې وې."


د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو کورنۍ خپل غم داسې مهال ژاړي چې دې پېښې په نړیواله کچه هم پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.


پرون د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او د دې سازمان د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس یوه بیان کې دې برید ته په اشارې، د افغان نجونو او ښځو په وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې.


د مېرمن باهوس بیان چې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې خپور کړی په کې راغلي: " افغان نجونې او ښځې په خپلو کورنو پورې محدودې شوي، له کاره لېرې شوي، هر ځای کې د نابرابرۍ سره مخ دي، په ټولګیو کې وژل کېږي او هېڅ ځای خوندي نه‌دي."


د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونه باید خوندي شي او د توکم او جنسیت پرته، هر افغان په خوندي توګه زده‌کړو ته لاسرسی ولري.


اغلې باهوس له طالب چارواکو هم غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره سم‌لاسي لاس په کار شي او په کاج ښوونیز مرکز د برید عاملان پیدا او له نړیوالو معیارونو سره سم محاکمه کړي.


که څه هم طالبانو د برید په لومړۍ ورځ په کاج ښوونیز مرکز د برید په اړه د پلټنو وویل، خو تر ننه یې د خپلو څېړنو جزییات نه دي روښانه کړي.


تر خوا یې هغه شمېرې چې د دې برید د قربانیانو په اړه یې طالب چارواکي شريکوي، له هغو سره دېر توپیر لري چې په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولي، یوناما خپرې کړې دي.




یوناما پرون وویل، دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۳ تنه وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان دي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون ازادي راډیو ته وویل، په کاج ښوونیز مرکز برید کې یوازې ۲۵ تنه وژل شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *