Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ډيپلومات: پر کاج ښوونیز مرکز حمله د افغان ښځو لپاره لویه غمیزه بلل کېږي

ډيپلومات:


ډيپلومات خپرونې د کابل په دشت برچي کې پر یو ښوونیز مرکز د جمعې ورځې د برید په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی، د کابل په هزاره مېشته سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز په برید کې زده کوونکي وژل شوي.


په مطلب کې دا حمله د افغانستان او ښځو لپاره یوه لویه غمیزه بلل شوې.


په مطلب کې راغلي، د کابل په دشت برچي سیمه کې هغه صحنه پېښه شوه چې پخوا هم ټول ورسره آشنا وو، یعنې په یوه انتحاري حمله کې نه یوازې ملکيان بلکې زده کوونکي په نښه شول.


ډيپلومات زیاتوي چې د کاج په نوم دې ښوونیز مرکز کې هغو نجونو زده کړې کولې چې له احتمالي خطرونو سره سره یې د تعلیم لپاره هڅه کوله.


خپرونه زیاتوي چې د افغانستان په ډېری سیمو کې د نجونو پر تعلیم بندیز د نجونو پرمخ د پوهنتونونو لارې هم بندې کړې دي.


ډيپلومات لیکي چې د کاج په څېر ښوونیزو مرکزونو په دشت برچي کې له نجونو سره مرسته کوله څو د زده کړو لپاره خپلې هیلې وروزي، خو ډيپلومات زیاتوي چې ښوونځی په دشت برچي کې خوندي ځای نه دی.


خپرونه یادونه کوي چې په تېره اپرېل میاشت کې په همدې سیمه کې د عبدالرحیم شهید لېسې ته نږدې او همداراز د ممتاز په نوم په بل ښوونیز مرکز کې څو چاودنې وشوې چې شپږ کسان یې ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.


ډيپلومات همداراز د ۲۰۲۰ کال په مې میاشت کې د برچي په یوه بل ښوونځي کې د بمي چاودنې یادونه کوي چې لږترلږه ۵۰ کسان یې ووژل.


د جمعې ورځې د حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو مخکې له دې د افغانستان پر شیعه ګانو د تېرو حملو مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.


ډيپلومات د مطلب په پای کې لیکي، د دې ډول بریدونو لپاره د داعش ډلې وړتیا ښيي چې طالبان د افغانستان په قلمرو کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.


انډیپنډنټ:


د برتانیا چاپ انډیپنډنټ ورځپاڼې د دشت برچي د برید پر وړاندې د مظاهرو پرمهال له معترضو ښځو سره د تاوتریخوالي ادعاوو ته کتنه کړې او د عیني شاهدانو په حواله لیکي چې طالبانو د دې مظاهرو پرمهال حتی پر هغو ښځو ډزې وکړې چې د کاج د ښوونیز مرکز مخې ته د اعتراض لپاره راوتلې وې.


ورځپاڼه د یوې معترضې مېرمنې له قوله لیکي چې وايي، موږ یوځای د لاریون په حال کې وو او په دې چاودنه کې د وژل شویو هزاره خویندو لپاره مو د عدالت شعارونه ورکول.


دې مېرمنې چې د انډیپنډنټ په راپور کې یې نوم نه دی یاد شوی ویلي چې طالبان به هېڅکله د دوی ساتنه ونه کړي او په نړیواله ټولنه کې هم د دوی استازیتوب نه شي کولای شي.


انډیپنډنټ په دې اړه د ملګروملتونو د یونېسف ادارې بیان ته هم اشاره کړې چې دا حمله یې بوږنوونکې بللي او ویلي یې دي چې پر ښوونیزو مرکزونو دا ډول حملې د منلو وړ نه دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *