ملګرو ملتونو افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالره لېږدولي
یوناما نن په یوه ټوېټ کې د دغو مرستو وضاحت ورکړی او ویلي یې دي دغه نغدي مرستې یوه سوداګریز بانک ته ورکړل شوي نه د طالبانو چارواکو ته اوس پر افغانستان واکمن دي.
د دغو مرستو په دوام د افغانستان بانک پرون افغانستان ته د نورو ۴۰ میلیون ډالرو مرستې د رسېدو خبر ورکړ.
د افغانستان بانک په یوه ټوېټ کې د نړیوالې ټولنې له خوا د قانوني او منل شویو میتودونو له لارې هېواد ته د بهرنیو اسعارو د راتګ د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کوي چې دا ډول مرستې دې د بانکي سکتور له لارې اداره شي.