Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ناامنیو زیاتېدو د کانکور ازموینو ځینې ګډونوال اندېښمن کړي

له ښوونځیو څخه یو شمېر فارغ شوي زده کونکي چې ټاکل شوې سږ کال د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي وایي، د خپل ځان د امنیت په اړه اندېښمن دي.


د ښوونځیو یو شمېر هغه فارغان چې غواړي سږ کال په کانکور ازموینو کې ګډون وکړي وايي، له ډار او اندېښنو سره به ازموینې ته ځي.


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په وینا، د سږ کال کانکور ازموینه به د میزان میاشتې په ۱۳، ۱۴ او ۱۵ په ټول افغانستان کې پیل شي.


د ښونځیو دا فارغان وایي، چې د خپل ځان د امنیت په اړه اندېښمن دي.


فرهاد چې سږنۍ کانکور ازموینې ته یې نوم لیکنه کړې وایي، د امنیتي ستونزو له امله د کانکور په ازموینه کې له ګډونه اندېښمن دي.


هغه وویل: "زه او اکثریت هغه کسان چې ټاکل شوې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړو، کله چې ګورو چې امنیتي وضعیت واقعاً خراب دی، نو په ازموینه کې د ګډون په اړه یو ډول وېره او وحشت لرو. په هغو امنیتي ځواکونو چې ټاکل شوې د دې ازموینې امنیت ونیسي، هېڅ ډول اعتبار او باور نه لرو."


د دولسم ټولګي یوه بله فارغه چې دې هم سږنۍ کانکور ازموینې ته نوم لیکنه کړې، خو د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي، طالبان د نجونو د زده کړو مخالف دي او باور نه لري، چې د کانکور ازموینې امنیت ټینګ کړي.


هغه زیاتوي: "موږ فکر نه کوو چې طالبان دې دا کار وکړي چې د کانکور ازموینې پر مهال زموږ امنیت خوندي کړي، ځکه د طالبانو حکومت دا ثابته کړې چې د نجونو د تعلیم او تحصیل مخالف دي."


که څه هم طالبانو په وار وار دا خبره رد کړې او ویلي چې د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دي، خو پر افغانستان یې بیاځلي تر واکمنېدو وروسته چې له کال زیاته موده پرې اوړي له شپږم ټولګی پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.


په پوهنتونونو کې یې هم پر نجونو ځینې محدودیتونه لګولي، چې د بېلګې په ډول د هلکانو او نجونو د ټولګیو بېلولو او د نجونو د جامو ډول او رنګ یادونه کولای شو.


خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټګور د کانکور ازموینې د امنیت ډاډ ورکوي.


نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "موږ د ټولو وطنوالو د امنیت خوندي کولو ته ژمن یو او زموږ امنیتي ځواکونو د وطنوالو امنیت ته متوجه دي. دوی دې ډاډه وي، چې په دې برخه کې به هیڅ ستونزه نه وی."


د امنیت په اړه د کانکور ازموینې د ګډونوالو اندېښنې داسې مهال ډېرې شوي چې تېره اونۍ د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز داسی مهال ځانمرګی برید وشو چې لسګونه زده کونکي، چې ډېری یې نجونې وې د کانکور په یوه ازمایښتي ازموینه کې ګډون کړی و.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د راپور له مخې، د دې برید د وژل شویو شمیر ۵۳ او د ټپیان هم ۱۱۰ کسانو ته رسېدلی دی.




تر اوسه کوم کس او یا ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو حکومت هم د برید په اړه د خپلو څیړنو له پرمختګه رسنیو او خلکو ته څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *