Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نی د طالبانو له‌خوا د دوو رسنيو د وېب پاڼو تړل کېدل غندلي

د دو افغان رسنیو وېب پاڼې چې خبرونه، خپرونې او اړوند مطالب به یې په‌کې خپرول، د طالبانو د حکومت له له لوري د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۳مه نېټه تړل شوې دي.


دا دوه رسنۍ هشت صبح ورځپاڼه او زاویه میډیا دي.


د هشت صبح ورځپاڼې مسؤل مدیر محمد محق ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی د ورځپاڼې وېب پاڼه ځکه د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزارت له لوري تړل شوې ده، چې په خبره یې د دغې رسنۍ محتویات او راپورونه د طالبانو په خوښه برابر نه‌دي او بې سانسوره خپرېږي.


ښاغلي محق ازادي راډیو ته وویل: "هشت صبح ورځپاڼه خپلواکه رسنۍ ده، په تېرو لسو پنځلس کلونو کې یې که د جمهوریت وخت وه که اوس هغه سیاست او پالیسې یې چې غوره کړې دا ده چې د دولتي رسنیو په کتار کې را نه‌شي او خپرونې یې هم د خلکو چې په واک کې نه‌دي، د دوی په اړه او غوښتنه وې، نو دا ډول رسنۍ د طالبانو په میل برابره نه او د ګواښ احساس هم ترې کوي."


ښاغلی محق وایي، د دې لپاره چې د دې ورځپاڼې محتویات او خپرونې له افغانستانه بهر څانګه کې ساتل کېږي، د طالبانو حکومت ورته لاسرسی نه‌لري خوندي دي.


د هشت صبح ورځپاڼې د چارواکو په خبره، دغه رسنۍ له تېرو ۱۵ کلونو راپه‌ دېخوا په افغانستان کې فعالیت کوي.




زاویه میډیا بله هغه رسنۍ ده چې د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزارت ویاند یې ځینو کورنیو رسنیو سره په خبرو کې بندیدل تایید کړي دي.


هڅه مو وکړه د دې رسنۍ له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو ونه توانېدو.


دغه شان هڅه مو وکړه د دغو رسنیو د وېب پاڼو د بندولو په اړه د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزارت سره هم خبرې وکړو، خو ویاند یې زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


وړاندې د دغه وزارت ویاند ځینو افغان رسنیو ته ویلي، چې د دې رسنیو وېب پاڼې یې ځکه تړلي چې په خبره یې د دوی د حکومت پر ضد یې بې بنسټه او کاذب راپورونه خپاره کړي - هغه څه چې د هشت صبح ورځپاڼې مسؤلین یې ردوي.




د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) بیا په دې اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د طالبانو د حکومت دا کړنه غندلې ده.


نی په دې خبرپاڼه کې لیکلي: "د عامه رسنیو د قانون له مخې، دا ډول چلند د رسنیو د خپرونو په چارو کې بندیز او سانسور ګڼل کېږي.که د يادو شویو رسنیو له‌خوا د نشراتو په برخه کې سرغړونه شوې وي، نو د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو کمېسيون ته بايد رسمي شکايت وشي. یاد کمېسیون د رسنیو د شکایتونو مورد کې موضوع ته د رسیدنې واک لري."


د نی ادارې مسول ظریف کریمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د رسنیو د قانون له مخې،د قانون خلاف او نقض کړنه ترسره شوې، د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت باید د یو قانوني دلیل او د محکمې د حکم پر اساس دا هشت صبح ورځپاڼې او زاویه میډیا ته د توصیې او خبرداري له مخې دا موضوع رسولي وای."




ښاغلی کریمي وایي، د طالبانو د حکومت دا کړنه د دې ښکارندوی کوي چې په خبره یې دوی د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیتونو ته ژمن نه بلکې غواړيد سانسور یې کړي.


د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د یو راپور له مخې له هغه مهاله چې پر افغانستان طالبان واکمن شوي، تر ۱۳۰ زیاتې چاپي، راډیوګانې، ټلوېزیونونه او انلاین رسنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله بندې شوي دي، وروستۍ هغه یې تېره اوونۍ په خوست ولایت کې د خوست غږ او رڼا رادیوګانې وې.


تر دې وړاندې هم د ازادو رسنیو او خبریالانو د ملاتړو نړیوالو او کورنیو ادارو او بنسټونو له لوري د طالبانو پر حکومت د سانسور او محدویتونو د وضع کولو ادعاوې شوي، خو طالبانو ویلي دوی هېڅ ډول محدودیت نه‌دی وضع کړی خو په دې شرط چې ټول افغان رسنۍ کې د اسلامي شریعت په رڼا او ملي ګټو په پام کې نیولو سره نشرات وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *