کندهار کې د معتادینو د درملنې د یوازني صحي مرکز خدمات ودرېدل
په کندهار کې د معتادینو د درملنې د یوازني صحي مرکز روغتایي خدمات د امکاناتو د نشتوالي له امله درېدلي دي.
په دغه ولایت کې دا مهال په نشه د روږدو کسانو د درملنې کوم دولتي روغتون نهشته، خو د ګوتو په شمېر خصوصي مرکزونه د پيسو په بدل کې خدمات لري.