لغمان کې چاودنه شوې
په لغمان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې په مهترلام کې د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چاودنه نن مازديګر ناوخته د لغمان ولايت مهترلام ښار رحماني چوک کې په يو ريکشه ډوله موټر کې د ګاز ډبې له امله رامنځته شوې او درې تنه په کې برسېرن ټپیان دي.
سرچینه وايي، ټپیان چې دوه تنه یې ټرافیک پولیس او یو تن عام وګړی دی د لغمان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې ډاډمن بلل شوی دی.
د امنیې قومندانۍ په وینا د پېښې په ځای کې یې څېړنه پیل کړې او نور جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.