Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بایډن: د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اوکراین د روسیې د ګڼو توغندویي بریدونو په غبرګون کې ژمنه کړې چې د اوکراین ملاتړ ته به دوام ورکړي او دې هېواد ته به د هوایي مدافعې ضد پرمختللي سیسټمونه ورکړي.


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د روسیې د خونړیو هوایي بریدونو د لویې څپې په پایله کې له کییف سره د دوامداره ملاتړ د ژمنې ترڅنګ ویلي چې روسیه به د هغه څه لپاره حساب ورکړي چې نوموړي جنګي جنایتونه او ظلمونه وبلل.


بایډن د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په ټیلفوني خبرو کې د پلازمېنې کییف په ګډون د اوکراین پر ښارونو د روسیې د توغندویي بریدونو غندنه وکړه او له هغو کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه چې په دغو بریدونو کې یې خپل عزیزان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.




سپینې ماڼۍ پرون دوشنبې په یوه خپره کې اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر بایډن ژمنه وکړه چې د هوایي مدافعې د پرمختللي سیسټمونو په ګډون به اوکراین ته هر هغه څه ورکړي چې دا هېواد له ځانه د دفاع لپاره ورته اړتیا لري.


بایډن له دې مخکې په یوه بیان کې ویلي و چې دغه بریدونه د هغې جګړې بشپړ وحشت په ډاګه کوي چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین له خوا پیل شوې ده.


په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې متحده ایالات د پلازمېنې کییف په ګډون د اوکراین پر یو شمېر ښارونو د روسیې د تېرې ورځې توغندویي بریدونه چې پوځي هدفونه نه بلکې نوریې وران کړي او ګڼو ولسي خلکو ته په کې مرګه ژوبله اوښتې، په کلکه غندي.


بایډن ویلي چې دغه بریدونه یوځل بیا د هغې وحشتناکې جګړې ښکاروندویي کوي چې پوتین په غیرقانوني توګه د اوکراین د خلکو پرضد پیل کړې ده.


د اوکراین د بېړنیو چارو وزارت په وینا د روسیې په دغو هوایي بریدونو کې چې د اوکراین په لویو ښارونو کې پر تاسیساتو او د استوګنې پر سیمو شوي، لږترلږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.


دغه راز ټاکل شوې وه چې پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په بېړنۍ غونډه کې د هغه پرېکړه لیک پر مسودې بحث وشي چې په کې په دې وروستیو کې د روسیې هغه اقدام چې له خپلې خاورې سره یې د اوکراین څلور سیمې ملحق کړي، غندل شوی خو پر دغې غونډې ډېر ژر د لوېدیځ له خوا د اوکراین پر ښارونو د روسیې د هوایي بریدونو غندنو سیوری وغواړه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *