د کوچنیو نجونو نړیواله ورځ؛ زابل کې جومات د نجونو زده کړو لپاره وقف شوی
که له یوې خوا دامهال په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځی تړلي، خو له بلي خوا په زابل کې د یوه کلي اوسېدونکو د خپل کلي جومات د نجونو د زده کړو لپاره وقف کړی څو راتلونکي کې ښځینه ډاکترې ورته وروزي.
د زابل د کاکړو ولسوالۍچې هېڅ ښځینه ډاکتره نه لري د سیمې اوسېدونکي یې وايي، په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ډېر کله یې ناروغان د ښځینه ډاکترې د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.
نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: